په رحمان بابا دا تحقیق په اول ځل یو لیکوال طارق خلیل پیښور کړے دے ددی نه وړاندی پری داسی تحقیق چا نه ده کړے زکہ چہ طارق خلیل صاحب د تپہ مومند ہرہ وڑہ قبیلہ او محلہ پیژنی او د تپہ مومند ٹول لیکوالانو سرہ ئےپہ مرکےکړ‎ےدی۔

لیک؛طارق خلیل زیتُون زے برتهکال پیښور (16/11/2023

(د عبدالرحمان بابا شجره، خاندان، کور،کلے، محله )
د پښتو ژبی اکثر د کلاسک شاعرانو د ژوند،خاندان،کور،کلی،محلی حالات، واقعات په تیارو کښ دی او دا ځکه چه ورپسی کوشش او تګ و دو، نه دے شوے نه ورپسی څوک کور کلی محلی ته تللی دی نه یی ورپسی حجره جماعت نه زاړه کتابونه زَړی نسخی کتلی دی بس که په اول ځل چا تر خپله وسه منډه وهلی ده او هاغه یی ضبطِ تحریر کښ راوستی دی نو بس دغه تحریر حرفِ آخر شوی دے بیا یی هر چا نقل در نقل کړے دے او د حوالی په طور یی پیش کړے دے
هم دغه کار زمونږ دغه لوی کلاسک او هر دلعزیز شاعر او قدردان د شاعرانو رحمان بابا سره هم شوی دے
رحمان بابا په خپل یو شعر کښ د ځان باره داسی وئیلی دی
خوشحالا او دولتا می غلامان دی
زه رحمان په پښتو ژبه عالمګیر یم
خو بابا د ځان او خپل خاندان باره کښ لکه د خوشحال بابا پوره د نظم پیرایه کښ غزل یا نظم کښ شجره نه ده لیکلی

دا خو هر څوک منی چه د مقبولیت په لحاظ رحمان بابا په پشتونخوا کښ او عالمی کچ باندی هم په ټولو شاعرانو برے اوړے دے خو د ژوند حالات یی په تیارو کښ دی او خلک دا وائی چه رحمان بابا د ځان او خاندان باره کښ واضحه څه نه دی وئیلی حالانکه د رحمان بابا دیوان کښ داسی اشعار هم شته چه د هاغی نه د هغوی د قام قبیلی، زیلی شاخ، او د خاندان پته څه نا څه لګیدی شی

د رحمان بابا د ژوند باره کښ په اول ځل میجر راورټی او پادری هیوز دا انکشاف کړی وو چه ” رحمان بابا پښتنو کښ سړبنے وو سړبنو کښ غوریاخیل او غوریاخیلو کښ ابراهیم خیل مومند وو” نو د دلته د رحمان بابا پیژندګلو که پوره نه ده شوی څه نا څه خو ضرور شوی ده خو اوس ضرورت ددی امر وو چه چا تکلیف کړے وے او بهادر کلی ته تلے وے او حجره، جماعت، محله کښ یی تپوسونه کړی وے چه دلته ابراهیم خیل محله کوم ځایی ده ابراهیم خیلو سره د رحمان بابا څه نسبت دے آیا رحمان بابا ددی قبیلی غړے دے که نه دی؟ خو نه داسی نه دی شوی هر چا بس د شَل ګیدړ کار کړے دے او د میجر راورټی او پادری هیوز دغه تیاره نمړۍ یی په خُله کړی ده
رحمان بابا په خپلو شعرونو کښ د خپلی قبیلی، خاندان، زیلی شاخ ذکر کړی دے کنه! راځۍ چه ددغه شعرونو په رڼا کښ د هغوی د خاندان، قبیلی، د قبیلی د زیلی شاخ څَرک اولګوؤ

زه عاشق یم سروکار می دے له عشقه
نه خلیل نه داؤدزے نه یــــــم مهمند

دغه شعر کښ یی واضحه طور وئیلی دی چه زه په قام مهمند یم بل شعر کښ یی د خپلی قبیلی د زیلی شاخ ذکر داسی کړیدے لکه چه وائی

هیڅ حاجت د هُنر نشته و نصیب ته
غزا اُوشوه که مهمند یا دویزے شوم

رحمان بابا ته نجیب سربندی خلیل هم دویزی وئیلی دے

ما نجیب هم په دا طور غزل اووے
که وئیلی دویزی عبدالرحـــمان دے

او دی بل شعر کښ خو یی بالکل دا وضاحت کړی دی چه زه څوک یم او د کوم خاندان سره می تعلق دے

نشی د خانانو، ملنګانو ســـــــــــــره کلی
چرته عزیز خان چرته ملنګ عبدالرحمان

دلته یی خه واضحه طور باندی وئیلی دی چه زه دعزیز خان بابا ورور یم او د خپل ملنګ طبعیت د وجی یی ځان ته ملنګ عبدالرحمان وئیلی دے حالانکه رحمان بابا هم خان وو او د خه لوی جائداد، مال حال مالک وو د رحمان بابا د پیدائش څه کم څلور سوه کاله اوشو خو تر اوسه دا دعوه چا نه وه کړی یا کیدی شی دعویدار یی ډیر وی خو کم از کم تحریری طور چا دا دعوه نه وه کړی چه رحمان بابا زمونګ د خاندان نه وو یا زمونګ د رحمان بابا د خاندان سره تعلق دے خو په اول ځل می دا دعوه د مرحوم خواجه محمد سایل د بهادر کلی له خوا د سکندر خان ویسه کتاب کښ په تحریری طور اولیدله چه دغه کتاب کښ مرحوم خواجه محمد سائل خپله شجره ورکړی وه زه حیران شوم او خوشحالا هم شوم ځکه چه دا ما د پاره یو لوی انکشاف وو بیا می ددی شجری د تصدیق دپاره مرحوم سائل صیب سره ملاقاتونه هم اوشول او هاغی ددی شجری تصدیق هم اوکړو چه او دا شجره بالکل صحیح ده بیا د مرحوم سائل صیب د مرګ نه پس می د هاغی ځامنو ایمل خان او قیصر خان سره هم ملاقاتونه اوشول هاغی هم راته د سایل صیب د لاس لیکلی د آرکیوز لائبریری نه تصدیق شوی شجره هم اوښودله چه د هاغی فوټو اسټیټ ماسره موجود دے
دلته هاغه شجره نقل کوم او بیا یی تنقیدی جاج هم اخلو
شیخ ابراهیم غوریاخیل
د شیخ ابراهیم غوریاخیل شپږ ځامن دی دری اصلی ( ۱.خلیل ۲. مهمند، ۳. داؤدزے) او دری وصلی ( ۱. ملاغوری ۲. زیړانی ۳. چمکنی)
مهمند بابا
مهمند بابا زوجه دویزي بن یعقوب زوجه خوبی زی پنځه ځامن ( ۱. خواجه زی ۲. صدوزی ۳. حاجکزی ۴. بابکزی ۵. احمدزی)
حاجکزی ( د رحمان بابا شجره دی نه شروع کیږی) بن مدک خان بن اتمان خان دوه ځامن ( ۱. بهادر بابا ۲. هزار خان هم دا بهادر بابا د بهادر کلی اباد کوؤنکے دے او هزار خان د هزار خانۍ کلی اباد کوؤنکے دے) بهادر خان بن ابراهیم خان ( د ابراهیم خان په نوم محله ابراهیم خیل بهادر کلی کښ جوړه ده) ابراهیم خان بن سمند خان بن عبدالستار خان دوه ځامن ( ۱. عبدالرحمان بابا ۲. عزیز خان)

(د عبدالرحمان بابا یو ځوی وو چه وړوکوالی کښ وفات شوی وو)

اوس د عزیز خان شجره شروع کیږی عزیز خان بن ارادت خان بن زبردست خان بن عبادت خان بن شاه ولی خان بن عبدالله خان د عبدالله خان دری ځامن وو (۱. ملک سعد خان ۲. خلیل خان ۳. حبیب خان) خلیل خان بن دوست محمد خان بن پروفسر خواجه محمد سائل مرحوم بن ( ایمل خان او قیصر خان)
تاریخ پشاور کښ په صفحه 184 باندی د بهادر کلی باره کښ دغه بیان تحریر دے ” دیهه بهادر گیارہ پشت گزری ہے کہ بهادر افغان مهمند دوی زی نے موضع هزار خانی سے اٹهه کر اس گاؤں کو اباد کیا او اس گاؤں کا نام بزبانی افغانی بهادر کلی رکها “

اوس راځو دی شجره کښ د غلطو طرفته دی شجره کښ ابراهیم خان چه بهادر کلی کښ ابراهیم خیل محله دده په نوم اباده ده خواجه محمد سائل مرحوم شجره کښ بریکټ کښ لیکلی دی چه “ابراهیم خان بخطاب دلاور خان در عهد جهانګیر بادشاه”
دا سهوه ده ددی ابراهیم خان بخطاب دلاور خان د بهادر کلی د ابراهیم خیل سره هیڅ تعلق نشته دا بیل بیل اشخاص دی
دغسی یی اتمان خان ته په بریکټ کښ لیکلی دی چه “عبدالله خان المعروف سر ابدال خان اکبربادشاه کی قید می وفات پائی ” دا هم سهوه ده اصل کښ سر ابدال خان داؤدزی وو چه د اکبر اعظم په قید کښ وفات شوی وو
خواجه محمد سایل مرحوم هم ددی غلطو تصحیح بیا باړه مومند تاریخ کتاب جلد دوم کښ په 121- 144- 166 تا 168 کړیدے

د خواجه محمد سائل صیب دا شجره ما تر ډیره حده د محافظ خانی نه او تاریخ پشاور نه تصدیق کړی ده جمعبندی موضع بهادر کښ دغه تحریر دی ” جمع بندی موضع بهادر ـ تپه حاجکزائ سعدالله خان چیف نمبردار ټل ابراهیم خیل ـــــ نام مالک و احوال سعدالله خان و خلیل خان و حبیب خان پسران عبدالله خان بحصه برابر
و عطا الله و محمد سعید و محمد سرور پسران رحمت الله خان بحصه برابرـــــــ نام چاه یا دیگر وسائل آبپاشی حاجکزائ وله باړه
(د جمع بندۍ عکس ماسره محفوظ دے)

په تاریخ پشاور کښ په صفحه نمبر 638 د هزار خانئ د خانانو ذکر موجود دے سایل مرحوم چه د هزار خان د اولاد کوم تفصیل ورکړیدے د هاغی تصدیق تری کیږی دلته د هزار خان شجره هم ورکوم چه تاسو پری پوهه شۍ هزار خان بن سروخان بن نبی خان بن بهادر خان بن شهباز خان بن ارباب محمد اسلم خان بن ارباب محمد اکرم خان د اکرم خان دری ځامن دی 1. ارباب فیض الله خان ( شهید بالاکوټ 1831) 2. عظیم خان 3. امان الله خان
ارباب فیض الله خان بن ارباب فتح خان
تاریخ پشاور کښ 638 صفحه باندی د فیض الله خان او فتح خان ذکر موجود دے
دغسی په صفحه نمبر 386. باندی د امان الله یا امین الله خان ذکر موجود دی چه د سکهانو د طرفه اجاره دار وو په صفحه نمبر 1066. باندی د بهادر کلی سعدالله خان ولد عبدالله خان ذکر موجود دے دا سعدالله خان د عبدالله خان ځوی وو او عبدالله خان د شاه ولی خان ځوی وو او شاه ولی خان د ارادت خان ځوی وو چه دا شجره بیا عزیز خان ته رسیږی دغسی په تاریخ پشاور 1430 صفحه باندی د عبدالله خان نمبردار ولد شاه ولی خان د بهادر کلی ذکر موجود دی

نو ددی نه ددی شجری تصدیق کیږی چه دا شجره صحیح ده او دی کښ هیڅ شک پاتی نشو چه رحمان بابا په قوم غوریاخیل دویزے مهمند دے او ده محله ابراهیم خیل اوسیدونکی وو او هزار خانۍ چه ددی ابائی جائداد وو او په خپل آبائی قبرستان کښ مدفون دے

د حاجک بابا په خاندان کښ اربابی د هزار خان بابا په خاندان کښ راروانه وه د بهادر بابا خاندان هم د خپل کلی خانان وو خو اربابی ورته نه وه ملاؤ شوی صرف ددی خاندان یو غړی عبدالله خان ته 1874 کښ ملکی ملاؤ شوی وه چه ما بره تحریر کړی دی. چه تاریخ پشاور کښ یی هم ذکر شوی دی ددی عبدالله خان ولد شاه ولی خان ولد عبادت خان دغه وخت عمر اتیا کاله وو او ددی خاندان د بل شخصیت چه ذکر یی تاریخ پشاور کښ شوی دی هاغه ملک سعدالله خان ولد شاه ولی خان دے چه دغه وخت یی عمر 35 کاله وو
په کوزو مومندو کښ پخوا څلور کورنۍ مشهوری وی ۱. د ماشک بابا د محب خیلو کورنئ ( کوټله محسن خان) ۲. د هزار خان بابا کورنۍ دویزی دا اصل کښ هم د رحمان بابا کورنۍ ده ( فیض الله خان شهید بالاکوټ کورنۍ) ۳. د ارباب لنډۍ د نواب سرفراز کورنۍ چه دا هم اصل کښ محب خیل دی) ۴. شیخ ابو سعید المعروف شیخ بابا ( شیخان باړه مندوزی دویزی) دی ټولو کورنو کښ یاده کورنۍ د ماشک بابا کورنۍ ده چه دغه کورنۍ د مستجاب خان مهمند بابا د وجی مشهوره ده مستجاب مهمند د ازاد خان ځوی وو ازاد خان د محبت خان ځوی وو او محبت خان د ملک محب خان ځوی وو( محب خیل مهمند در عهد جهانګیر مغل) او محب خان د خانو خان ( د محمود غزنوی دور شخصیت دے) ځوی وو او خانو خان د ماشک خان ځوی وو او ماشک خان د ګګړ اصل نام رزړ ځوی وو او رزړ د مهیار بابا ځوی وو مهیار بابا د مهمند بابا ځوی وو

(نوټ: په رحمان بابا دا تحقیق په اول ځل ما کړے دے ددی نه وړاندی پری داسی تحقیق چا نه ده کړے که بل چا دعوه اوکړه هاغه به باطله  وی)
 طارق خلیل زیتُون زے برتهکال پیښور (16/11/2023)

0 comments
4 likes
Prev post: ایک سرپھراقبائلی لیڈر۔۔۔ملاپاویندہNext post: رونگھٹے کھڑےکرنےوالی انسانی سمگلنگ کی داستانیں۔

Related posts

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *